چين، روسیې او اندونيزيا درې اړخيزه ناسته کړې
CMG2023/07/13 10:52:34
شريکول:

چين، روسیې او اندونيزيا د جولای په ۱۲مې نېټې د اندونيزيا په پلازمينې جاکارتا کې درې اړخيزه ناسته ترسره کړې ده.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د بهرنيو چارو دفتر منشي وانګ يي هم په دغې ناستې کې ګډون کړی و. نوموړي ويلي، چې په نړۍ کې داسې ګړندي بدلونونه روان دي، چې ساری يې په تېرو سلو کالونو کې نه دی لیدل شوی، د نړيوال اقتصاد د بيا احيا کېدو ځواک کمزوری شوی او د جيوپولټيکس حالات نور هم خړپړ شوي، خو په وينا يې دا د سولې، پرمختګ او همکاريزې پروسې مخه نه شي نيولی او د نړۍ څو قطبي کېدل، د اقتصادي چارو نړيوال کېدل او د نړيوالو اړيکو ډيموکراتيک کېدل لا هم عمومي تمايل دی.

نوموړي ويلي، بېلا بېل هېوادونه د همکاريو پياوړتيا ته اړتيا لري، نو هر هېواد بايد رښتينی څو اړخيزم عملي کړي او د ننګونو او چلنجونو پر وړاندې باید ګډه مقابله او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړېدو لپاره هڅې وکړي.

وانګ يي زياته کړې، چين، روسيه او اندونيزيا د نويو سمسورو بازارونو د استازو او د جي شل د مهمو غړو په توګه خپلمنځي تبادلې او همکارۍ زياتوي او دا چاره يې د درې واړو هېوادونو له ګډو ګټو سره سمون لري او د څو اړخيزم د بهير د پرمختګ لپاره هم ګټې لري او د سيمې سوله او ثبات هڅوي.  

د روسیې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف او د اندونيزيا بهرنيو چارو وزيرې ريټنو ليسټاري پريانساري مارسوډي د اوسنيو نړيوالو او سيمه ييزو حالاتو په هکله خپلې نظريې څرګندې کړې دي او دغه ناسته یې د درې واړو هېوادونو تر منځ د خبرو اترو يوه ګټوره ازموينه بللې ده.

دوی باور ښودلی، چې دغه ناسته د اسيان د مرکزي مقام او د اسيان د لارو چارو د ساتنې او د درېيو خواوو د ګډو ګټو ښه ښکارندويي کوي او دوی به خپلمنځي اړيکې دوامدارې وساتي.