د چين چاپېريال ساتنې وزارت د جولای په ۱۲مې نېټې خبر ورکړی، چې د چين او امريکا تر سلامشورې وروسته، د اقليمي مسئلې په چارو کې د امريکا د ولسمشر ځانګړی استازی جون فوربېس کېري به د جولای له ۱۶مې نېټې څخه تر ۱۹مې نېټې پورې چين ته سفر وکړي.
د مالوماتو له مخې، دواړه خواوې به د اقليمي بدلون ضد همکاريو په اړه د نظريو تبادلې وکړي.