پوتين: روسيه به د لوېديځې نړۍ تخنيکي بنديزونو ته سر ټيټ نه کړي
CMG2023/07/14 10:06:27
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د جولای په ۱۳مې نېټې په پلازمېنې مسکو کې د راتلونکي تخنيک لومړي فورم ته وينا کړې او ويلي يې دي، چې هېواد به یې د لوېديځې نړۍ تخنيکي بنديزونو ته تسليم نه شي او پر خپلو لارو چارو به پرمختګ ومومي.

نوموړي ويلي، لوېديځه نړۍ غواړي، د تخنیک په برخه کې پر بهرنيو هېوادونو د روسيې تکيه جاري وساتي او ورپسې بیا تخنيکي بنديزونه پرې ولګوي، خو په وينا یې، لوېدیځ په روسیې کې خپله موخه نه ده پوره کړې.