ایا امريکا خپل هغه جرمونه چې لاوسيانو ته يې کړي وو، اوکراین ته هم تکراروي؟
CMG2023/07/14 15:20:34
شريکول:

 د روان کال د جون مياشتې په ۲۱ مې نېټې د لاوس د پلازمينې وينتيان د اورګاډو په سټېشن کې د اورګاډو لومړي درس په نوم فعاليت پیل شو او پر مهال يې لاوسي ماشومانو د چين- لاوس د اورګاډۍ په واګون کې له چيني تخنیکپوهانو څخه د رېل پټليو او ترافيک په اړه زده کړه وکړه.  د چين- لاوس نښلوونکې رېل پټلۍ د چين په پانګونې جوړه او د ۲۰۲۱م کال په پای کې ګټې اخيستنې ته سپارل شوې او ځايي اوسېدونکو ته يې د تګ راتګ ډېرې اسانتياوې برابرې کړې دي. د دغې رېل پټلۍ د جوړولو پروژه ډېره سخته ده او يوازې يې پر دواړو د هغو کلستر مهماتو د پاکولو چارو چې د امریکا لخوا غورځول شوي، څه باندې دوه کلونه ولګول.

دغه کلستر مهمات امريکې له ۱۹۶۱ م کاله تر ۱۹۷۵م کال پورې د ويتنام پر وړاندې د جګړې پر مهال غورځولي دي.  د امريکا حکومت څو ورځې مخکې له اوکراين سره د ۸۰۰ ميلیونو امريکايي ډالرو په ارزښت د نورو پوځي مرستو اعلان وکړ، چې ګڼ شمېر کلستر مهمات  پکې هم شامل دي. د امريکا دغې کړنې خلکو ته غمجن تاريخ وريادولی شي.

د اوکراين بحران له رامنځته کېدو وروسته امريکا د لوېديځو هېوادونو په مشرۍ د جګړې پر اور تېل پاشي او اوکراين ته ډول ډول وسلې برابروي. خو کله چې امریکا اوکراين ته د کلستر مهماتو د ورکولو اعلان وکړ، لوېديځو سياستوالو پرې اندېښنې څرګندې کړې دي. د برېټانیې صدراعظم ريشي سوناک وويل، چې هېواد يې د کلستر مهماتو د ممنوعيت د نړیوال تړون لاسليک کوونکی هېواد دی او د دغه ډول وسلو له کارولو څخه ملاتړ نه کوي. بیا وروسته هسپانيا، کاناډا او يو شمېر نورو هېوادونو هم د کلستر مهماتو له کارولو سره مخالفت څرګند کړی دی.
کلستر مهمات یو ډول خورا پياوړې وسلې دي. يو کلستر مهمات لسګونه حتی سل مرمۍ لري او له ويشتلو وروسته بېلابېلو لوريو او لرې سيمو ته رسېږي. ځينې مرمۍ يې له ويشتلو وروسته د چاپېریال له امله سمدستي نه چوي، که چېرې کلستر بمونه ځنګلونو ته وويشتل شي، نو ځينې مرمۍ يې ښايي د ونو څانګو ته وغورځېږي او هلته پاتې شي. که کلستر مهمات د نرمو ځمکو په نښه کولو ، د بېلګې په توګه د صحرا، ورشو او کروندو په نښه وويشتل شي، نو ممکن چې مرمۍ يې سمدستي ونه چوي او په خپل حالت پاتې شي. خو دا پدې مانا نه ده، چې دغه مرمۍ به  تل نه چوي، کله چې لوی باد لګېږي او مرمۍ له ونو څخه ځمکې ته غورځي او يا ښايي بزګر د کرنيزو چارو پرمهال پښه پرې کېږدي او يا هم په بې پامې کې پر کرنيزو الو ولګي، مرمۍ ښايي وچوي او تراژیدي به رامنځته شي.
امريکا له ۱۹۶۴م کال څخه تر ۱۹۷۳م کال پورې د ويتنام پر وړاندې جګړه پيل کړه او پر مهال يې د ويتنام جنوب، دغه راز لاوس او د کمبوديا ختيځ ته ګڼ شمېر کلستر بمونه وغورځول، چې پکې لاوس تر ټولو ځپلی هېواد دی. د امريکا د دفاع وزارت شمېرنې ښيي، چې امريکايي ځواکونو د دغې جګړې پر مهال پر لاوس ۵۸۰ زره ځله هوايي بمبارۍ وکړې او د کلستر مهماتو په ګډون يې تر دوو ميليونو ټنو ډېر بمونه وکارول، چې له دې جملې څخه ۸۰ ميليونه کلستر بمونه نه دي چاودېدلي او د جګړې له پای ته رسېدو وروسته يې يوازې ۱٪ جغرافیا پاکه شوې او له دې امله ۲۰ زره ولسي وګړي وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي. د پوځي چارو کارپوهانو اټکل کړی، چې په لاوس کې د پاتې کلستر مهماتو پاکول ښايي ۱۰۰ کلونو ته اړتيا ولري. د يادونې وړ ده چې امریکا ډېرو کلستر مهماتو ته نارنجي رنګ ورکړی او ډېر ماشومان په تېروتنې د لوبو سامان الات یې ګڼي، چې له امله يې تراژيدي رامنځته کېږي.

امريکا پر لاوس سربېره په تېرو شلو کلونو کې پر کوسوو او عراق هم ګڼ شمېر کلستر بمونه غورځولي دي. شمېرنه ښيي، چې د کلستر بمونو له جوړېدو څخه تراوسه پورې دغه ډول وسلو  له ۵۶ زرو تر ۸۶۰ زرو تنو پورې د کسانو ژوند اخيستی، چې ۹۰٪ يې عام خلک دي او ګڼ شمېر ماشومان هم پکې شامل دي.

د واشنګټن پوست د خبر له مخې، امريکا به اوکراين ته M864 ډول کلستر بمونه ورکړي، چې په ۱۹۸۷م کال کې جوړ شوي دي. د راپور له مخې، د دغه ډول کلستر بمونو د مرميو د نه چاودېدو کچه ٪ ۶ ښيي، پدې مانا ده چې د هر يو کلستر بم په ټولو ۷۲ مرميو کې ۴ مرمۍ له توغولو وروسته سمدستي نه چوي. 

د امريکا حکومت په ۲۰۰۸م کال کې ژمنه کړې وه، چې پوځيان يې کلستر بمونه نه کاروي او خپل ټول کلستر بمونه په ګودام کې خوندي کوي، خو نن ورځ يې خپله کړې ژمنه ماته او اوکراين ته د دغه ډول وسلو د ورکولو اعلان کړی دی.  یو کال وړاندې د امريکا د سپينې ماڼۍ د وخت مطبوعاتي سکرترې جين پساکي وويل،  څوک چې کلستر مهمات کاروي، ممکن جنګي جرم وي، چې په دې چارې سره به یو کال وروسته امريکا ځان مجرم ګرځوي.