چين د امريکا د سوداګرۍ وزيرې جينا رايمونډو د سفر هرکلی کوي
CMG2023/07/14 09:52:19
شريکول:

د امريکا د سوداګرۍ وزيره جينا رايمونډو به له چين څخه لېدنه وکړي.

 د چين د سوداګرۍ وزارت وياندې شو يو تينګ د جولای په ۱۳مې نېټې په يوې خبري ناستې کې د امريکا د سوداګرۍ وزيرې جينا رايمونډو د سفر هرکلی کړی او په وينا يې، بېجينګ د نوموړې د ليدنې په اړه د پرانيستې رويه لري او او تود هرکلی کوي او د اړوندو ترتیباتو په اړه له سيال لوري سره د تبادلې په حال کې دی.

شو يو تينګ ويلي، چين به هڅه وکړي، چې د خبرو اترو او نظر تبادلې له لارې د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې د يو بل د پاملرنې وړ مسئلې حل کړي او خپلمنځي رغنده همکارۍ پياوړې کړي.

د نوموړې په وينا، امريکا له تېرو څو کلونو راهيسې د تش په نوم ملي امنيت، بشري حقونو، د شينجيانګ، ايران او روسيې د چارو او د فيټانيل (fentanyl) په پلمه ګڼ شمېر چيني شرکتونه د ډول ډول بنديزونو په لېستونو کې شامل کړي او د دغو شرکتونو حقونو ته يې سخت زيانونه رسولي دي.

شو يو تينګ زياته کړې، چين د امريکا له يادو ناوړو کړنو سره ټينګ مخالفت کوي او ورڅخه غواړي، چې سمدلاسه پر چيني شرکتونو بې ځايه پلمې ختمې کړي او يو اړخيز بنديزونه ترې لرې او لغوه کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو لپاره دې مثبت قوت برابر کړي.