وانګ يي د امريکا له بهرنيو چارو وزير سره وکتل
CMG2023/07/14 10:09:29
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د بهرنيو چارو کمېسيون دفتر مشر وانګ يي د جولای په ۱۳مې نېټې د اندونيزيا په پلازمينې جاکارتا کې د امريکا له بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن سره ليدلي او په يو لړ مسئلو ورسره غږیدلی دی.

وانګ يې له نوموړي سره په خبرو کې د چين د دولت رئیس شي جين پينګ او انټوني بلينکن لېدنې ته، چې په تېر جون کې يې ترسره کړه،  اشاره کړې او ويلي يې دي، چې رئیس شي جين پينګ په همغې لېدنې کې د چين او امريکا د اړيکو په اړه مهمې ستراتيژيکې او لارښوونکې نظريې وړاندې کړي او دواړو خواوو له ژورو تبادلو وروسته ځينې ګډ توافقات هم تر لاسه کړي دي.

د نوموړي په وينا، له يادو توافقاتو څخه يو يې د بالي ټاپو اجنډا ته د دواړو لورو ستنېدل دي او په وينا يې، دواړه هېوادونه دې د خپلمنځي اړيکو د لوري د پيدا کولو لپاره مهم ګامونه پورته کړي او دغه راز د رښتينيو اقداماتو ترسره کول او مناسب مدار ته د دواړو هېوادونو د اړيکو رسول يې راتلونکی مهم کار بللی دی.

امريکا بايد په خپله د دواړو هېوادونو د اړيکو د جنجال رېښه پيدا او د دواړو مشرانو ګډ توافقات په رښتينې مانا عملي کړي او په تېره بيا د ولسمشر جو بايډن ژمنې باید پوره کړي.

وانګ يي له بلينکن سره په دغې لېدنې کې د اسيا او ارام سمندر سيمې او سمندري چارو په اړه هم بحث کړی دی.

دواړو خواوو دغه خپلمنځي لېدنه صميمي او رغنده بللې او موافقه یې کړې، چې خپلمنځي تبادلې به جاري وساتي.