د چین استازي پر دغه هېواد د ناټو بې اساسه نيوکه رد کړه
CMG2023/07/15 11:30:58
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د جولای په ۱۳ مه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې پر خپل هېواد د ناټو بې اساسه نيوکه رد  کړه.

جانګ جون وويل، د ليتوانيا په پلازمينه ويلنيوس کې د ناټو د سرمشريزې اعلاميه د سړې جګړې له مفکورې او ايډيالوژيکي تعصب څخه ډکه ده.  ناټو ځان سيمه ييز سازمان بولي، خو هڅه کوي چې له جغرافيايي پولو په تېرېدو سره خپل نفوذ ټولې نړۍ ته  خپور  او د سيمې حتی نړۍ امنيت  خراب کړي.

ده زیاته کړه، چې دغه سازمان ځان دفاعي اتحاد بولي، خو خپل غړي یې هڅه کوي، چې پوځي بودجه لوړه کړي، په نړۍ کې پوځي عمليات پيل کړي او تقابل راوپاروي. دغه سازمان همدارنګه ادعا کړې، چې د مقرراتو پر اساس نړيوال نظام ساتي، خو د نړيوال قانون او نړیوالو اړيکو له بنسټيزو اصولو څخه يې بيا بيا سرغړونه کړې، د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې يې مداخله کړې او جګړې يې راپارولې دي.

دغه راز نوموړي  وویل، چې چين هېڅکله د نورو هېوادونو پر قلمرو  يرغل نه دی کړی، نيابتي جګړه يې نه ده کړې، په نړۍ کې یې پوځي عمليات نه دي پيل کړي، له زور په کار اخيستلو یې هېڅ هېواد نه دی ګواښلی، خپله مفکوره يې پر نورو هېوادونو نه ده تپلې او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې يې مداخله هم نه ده کړې.

ده همداراز څرګنده کړه، چې چين به له نړیوالې ټولنې سره د  صادقانه خبرو او همکاريو له لارې تلپاتې سوله او ګډ امنيت وساتي.