هند چاندريان-۳ د سپوږمۍ اکتشافي دستګاه واستوله
CMG2023/07/15 11:40:53
شريکول:

هند د جولای د ۱۴مې له غرمې وروسته د چاندريان-۳ په نامه د سپوږمۍ اکتشافي دستګاه فضا ته واستوله.

د هند د فضا د څېړنې ګروپ مسئول سريډهارا پانيک سوماناټ د جولای په ۱۴مه  وویل، چې چاندريان-۳  اوس په دقيق او سم مدار کې الوزي او سپوږمۍ ته سفر پيل کوي. هغه زياته کړه، چې اوس د چاندريان-۳ عمومي حالت عادي دی.

اوس په ټوله نړۍ کې يوازې د امريکا، روسیې او چين  اکتشافي دستګاوې په بريالۍ توګه سپوږمۍ ته رسېدلي دي. که د هند ياده دستګاه په بريالۍ توګه د سپوږمۍ پر سطحې ښکته شي، دغه هېواد به څلورم هېواد وي، چې دستګاه يې هلته ته رسېږي.