ډيموکراتيکه کوريا: د ذروي جګړې پيل نوره فرضيه نه ده
CMG2023/07/15 11:27:25
شريکول:

د ډيموکراتيکې کوريا د خبري  رسنیو له مخې، د دغه هېواد د کارګرو ګوند د مرکزي کمېټې مرستيال مشرې کيم يو جونګ د جولای په ۱۴مه يوه وينا وکړه او ويې ويل، چې د ډيموکراتيکې کوريا د ذروي مقابلې په وړاندې د امريکا د  دښمنانه او ګواښ لرونکو تګلارو ماتول د کوريايي ټاپووزمې او اسيا او ارام سمندر سيمې کې د ذروي جګړې د مخنيوي لپاره زموږ عادلانه او دفاعي حق دی. ځکه امريکا د ډيموکراتيکې کوريا په وړاندې لمسوونکي کړنې  کوي، کوريايي ټاپووزمه د ذروي جګړې له خطر او  نږدې کرښې سره مخ ده او د ذروي جګړې پيل نوره  فرضیه نه ده.

نوموړې د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د ډيموکراتيکې کوريا د  لویو وچو  ويشتونکي توغندي د توغولو په اړه د غونډې په اړه ناخوښي څرګنده کړه. هغې وويل، چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا د نړۍ د سولې او ثبات په مقابله کې  ولاړه ده او د امريکا او لويديځو هېوادونو په خوا کې د سړې جګړې د یوې څانګې په توګه کار کوي.

ډيموکراتيکې کوريا د جولای په ۱۲مه د مارس-۱۸  د لویو وچو  ويشتونکی توغندی وتوغاوه او ويې ويل، چې دغه وسلې د ذروي ضربه یي ځواکونو مرکزي وسلې دې.