د سليمان ټاپوګانو صدراعظم: له چين سره د ډيپلوماتيکو اړيکو ټينګول د سليمان ټاپوګانو يوه غوره تاريخي پرېکړه ده
CMG2023/07/16 11:59:20
شريکول:

د سليمان ټاپوګانو صدراعظم سوګاوارې چې چين ته په رسمي سفر راغلی، له چين ميډیا ګروپ سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې له چين سره د ډيپلوماتيکو اړيکو ټينګول د سليمان ټاپوګانو يوه غوره تاريخي پرېکړه ده.

هغه د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د چين د حکومت لاسته راوړنې وستايلې او هيله يې وښودله، چې د ګډې همکارۍ له لارې د خپل هېواد د پرمختګ سويه لوړه کړي.

هغه وویل، موږ د سړکونو او مهمو زیربناوو اتصال ته اړتیا لرو. ځيني هیوادونه پدې ښه پوهیږي او ستراتیژي يې دا ده، چې له موږ سره مرستې کوي او موږ باید د هغوی مرستې ومنو. له ۴۵ کلن پرمختګ وروسته اوس سلیمان ټاپوګان يو داسې هېواد دی چې اقتصاد مو پر بهرنيو مرستو ډېره تکيه کوي. موږ د ځنګلي، سمندري، معدني او سياحت په ګډون غني طبيعي سرچينې لرو، خو موږ بې وزله يوو، چې موږ ته دا فکر راکوي، چې څنګه ځان تنظيم کړو. نو موږ بايد د چين لخوا له راکړل شوو فرصتونو څخه ګټه پورته کړو او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزې اړيکې ټينګې کړو. سلیمان ټاپوګان به په راتلونکي کې سوداګرۍ او پانګونې ته وده ورکړي او په مرستو به تکیه ونه کړي.
سلیمان ټاپوګان د آرام سمندر په جنوب لویدیځ کې موقعیت لري او د ۲۰۱۹م کال په سپتمبر کې يې له چين سره سما ډیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړې. څلور کاله وروسته د دغه هېواد صدراعظم سوګاوارې يو ځل بيا له چين څخه ليدنه وکړه او له چيني مشرانو سره يې د متقابل درناوي او ګډ پرمختګ پر بنسټ د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو اعلان وکړ.