شی جین پينګ د چين د انټرنيټي امنيت او معلوماتي تکنالوژۍ د چارو په اړه هدایت وکړ
CMG2023/07/16 12:05:50
شريکول:

(عکس:د چين د انټرنيټي امنيت او معلوماتي تکنالوژۍ د چارو په هکله کاري غونډه د جولای له ۱۴مې نېټې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه)

د چين د دولت رئيس شي جين پینګ پدې وروستيو کې د دغه هېواد د انټرنيټي امنيت او معلوماتي تکنالوژۍ د چارو په اړه مهم هدایت وکړ.

نوموړي وويل، په نوې زمانه کې انټرنيټي او مخابراتي چارې ورځ تربلې مهمې کيږي او اړوند ارګانونه باید د قوانينو له مخې انټرنېټ مديريت کړي، باید له قوانينو سره سم انټرنېټي شبکې جوړې کړي او ويې کاروي، دغه راز د انټرنيټي شبکې د ګډ برخليک ټولنې پر جوړولو دې ټينګار وکړي، وفادار او سپېڅلې کاري ډلې دې جوړې کړي او په ټول توان دې انټرنيټي او مخابراتي چارو ته باکيفيته پرمختګ ورکړي.