له چين څخه د سليمان ټاپوګانو د صدراعظم ليدنه
CMG2023/07/16 15:09:55
شريکول:

د سليمان ټاپوګانو صدراعظم سوګاواري د جولای په ديارلسمه نېټه  د چين د جیانګ سو ولايت له (هونګ لونګ شيان) کلي څخه لېدنه وکړه او هلته يې دا معلومات تر لاسه کړي، چې دغه پخوانی بې وزله کلی له طبيعي سرچينو څخه ګټې پورته کړې او د چای د کښت او توليد له لارې پر ښکلي او شتمن کلي بدل شوی دی. نوموړي پدې اړه وویل، د دغه کلي د پرمختګ تجربې زموږ لپاره د زده کړې وړ دي.

سوګاواري د ياد کلي له سيل وروسته د چين له ګوانګ دونګ ولايت څخه چې سليمان ټاپوګانو ته ډېر نږدې دی، ليدنه وکړه. په سليمان ټاپوګانو کې د زياترو چیني اوسېدونکو ټاټوبي د همدغه ولايت په جيانګ من ښار کې دي.

د سليمان ټاپوګانو او چين ترمنځ د سياسي اړيکو له ټينګېدو راهيسې دا دوهم ځل دی چې سوګاواري له چين څخه ليدنه کوي. د ده د دوهم سفر په موده کې دواړو هېوادونو په رسمي توګه په نوې زمانه کې د متقابل درناوي او ګډ پرمختګ پر بنسټ هر اړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې ټينګې کړې او په چین کې د سليمان ټاپوګانو سفارت رسما پرانيستل شو. سوګاواري وويل چې هغوی به په ټینګه له چين سره اړيکو ته پرمختګ ورکړي.

د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د جولای په لسمه نېټه له صدراعظم سوګاواري سره د کتنې په ترڅ کې ويلي، چې چين په پوره توګه د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونو د ملي حاکميت او خپلواکۍ درناوی کوي او په مساوي توګه له لویو او کوچنيو هېوادونو سره چلند کوي. چين د ټولو هېوادونو هيلو او ارمانونو، همدارنګه کلتور او عنعنې ته درناوی کوي او  ګډو غوښتنو ته يې پاملرنه کوي.

سوګاواري وويل چې له چين سره د سياسي اړيکو ټينګښت د سليمان ټاپوګانو سم انتخاب دی، چين د ارام سمندر د ټاپوګانو اړتياوو ته په درنه سترګه ګوري او د چین تګلاره له نورو لویو هېوادونو سره فرق لري.

سوګاواري د دغه سفر په لومړیو دوو ورځو کې د سليمان ټاپوګانو د خپلواکۍ د ۴۵مې کاليزې د يادونې په مناسبت وينا کې وويل، چې هغه به د هېواد پرمختګ ته لومړيتوب ورکړي. هغه چين ته د خپل سفر په موده کې په عمده توګه د پرمختګ مسئلې ته ډېره پاملرنه کړې ده. سوګاواري په بېجينګ کې د ګډ پرمختګ لپاره د نړيوالو عملیاتو فورم د لوړې کچې لومړي کنفرانس ته په وینا کې وويل، که غواړو چې بې وزلي له منځه يوسو، نو بايد د ښو بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو له لارې اقتصادي توان پياوړی کړو. چين زمونږ لپاره د بنسټيزو تأسيساتو د جوړولو په برخه کې تر ټولو لوی همکار دی. د سليمان ټاپوګانو په پلازمېنه هونیارا کې د ۲۰۲۳ کال د ارام سمندر سيمې د سپورټي لوبو عمومي لوبغالی د چين په مرسته جوړ شوی او د دې ښار نمونوي ودانۍ بلل شوی دی.  ډېرو ځايي وګړو په ټولنيزو رسنيو کې د دې لوبغالي د جوړېدو په پار له چين څخه مننه وکړه.

سليمان ټاپوګانو هېواد په ارام سمندر کې موقعيت او ۷۲۰ زره نفوس لري. غرب له اوږدې مودې راهيسې له دغه هېواد څخه اومه مواد ترلاسه کړي او د دغه هېواد د بازار د تسخیرولو په موخه یې په ډېره ټيټه بیه مالونه پرې خرڅ کړي چې په انګليسي کې دې عمل ته dump ويل کيږي. د سليمان ټاپوګانو بنسټيز تاسيسات وروسته پاتې دي او ترافيک يې دېر سخت دي. امريکا او جاپان د دوهمې نړیوالې جګړې  پر مهال پر دغه هېواد ډېر بمونه وغورځول، چې ګڼ شمېر يې نه دي چاودلي او د دغه هېواد د زېربناوو د جوړولو چارې يې له ډېرو ستونزو سره مخ کړې دي.

سليمان ټاپوګانو د ۲۰۱۹ کال په سپتمبر کې د یو چين پېژندنې د اصل پر بنسټ له چين سره رسمي ډيپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړې او له څلورو کلونو راهيسې يې د دوه اړخيزو اړيکو له پرمختګ څخه ډېرې ګټې اخيستې دي. اوس چين د سليمان ټاپوګانو لومړی لوی سوداګريز همکار او لومړۍ لویه صادراتي موخه ده. چين ته صادراتي اندازه د دوی د عمومي صادراتي اندازې دوه په درېيمه برخه نيسي. د يو چين د پېژندنې اصل د سليمان ټاپوګانو د بېلابېلو ټولنو ګډ توافق او نظر دی.

له چين څخه د سوګاواري د ليدنې په موده کې دواړو هېوادونو د خپلمنځي همکاريو د پرمختګ، سوداګرۍ، ملکي هوايي چارو ، ګمراکاتو او د هوا پېژندنې په هکله څو دوه اړخيز همکاريز سندونه لاسليک کړي او د دواړو خواوو ترمنځ همکارۍ يې پياوړې کړې دي.

نړۍ د يوې لويې کورنۍ په څېر ده او هر هېواد د پرمختيا حق لري. روان کال د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز له لسمې کاليزې سره برابر دی. سليمان ټاپوګانو هم د ۲۰۳۵ کال لپاره خپله ستراتيژي جوړه کړې ده. که دوه اړخيزې همکارۍ پياوړې شي، نو همدا به د يادو ټاپوګانو د پرمختګ او دايمې سولې د ساتلو لپاره ګټور وي. صدراعظم سوګاواري همدارنګه ويلي، کله چې چين ته راغلی، نو داسې احساس يې کړی لکه خپل کور کې چې وي. واقعي دوستان دې يو له بل سره تګ راتګ زيات کړي.