د جرمني خلکو د اوکراين په بحران کې د ناټو د لمسوونکې کړنې پر ضد لاريون وکړ
CMG2023/07/16 15:17:44
شريکول:

د جولای په ۱۵مه نېټه په سلګونو خلکو د روسیې په دوسيلډورف کې اوکراين ته د ناټو د وسلو د پرله پسي ورکولو خلاف لاريون وکړ، چې د روسیې او اوکراين تر منځ شخړه لا پسې سختوي.

د جرمني له بېلا بېلو ځايونو څخه راغلو سوله غوښتونکو په ګډه پر ناټو نيوکه وکړه، چې سوله خرابوي او جګړه يې لمسولې ده. د ناټو د پارولو له امله د روسیې او اوکريان ترمنځ شخړه لا نوره سخته شوې او دا کار د جرمني او اروپا اقتصاد زيانمن کوي.

ډېرو مظاهره کوونکو د لاريون پر مهال «ژر تر ژره اوکراين ته سوله راوړه!» شعار پورته کړ.

هغوی همدارنګه «تر څو ناټو شته، نو سوله به رامنځته نه شي»،«موږ سوله غواړو» او « پر روسيې دې اقتصادي بنديزونه ختم شي» شعارونه ورکړل او ويې ويل، چې د روسیې او اوکراين تر منځ د شخړې لاملونه پچيلي دي، غرب په پر له پسې ډول اوکراين ته وسلې برابروي او دغه کړنه يوازې جګړه شديدوي. لاريون کوونکو دغه راز اندېښنه څرګنده کړه، چې د اوکراين بحران په پر له پسي سختوالي سره به ښايي اروپا هم په جګړه کې ډوبه شي.