د ترکيې حکومت د جولای په ۱۷ مې نېټې د سون تېلو ماليات نږدې ٪ ۲۰۰ لوړ کړي دي.
د ترکېي حکومت په خپلې اعلاميه کې د پېټرولو او ډيزلو په ګډون د بېلا بېلو سون توکو لپاره ځانګړي مصرفي مالیات اعلان کړي دي.
د ترکيې ماليې وزارت ويلي، چې دغه کړنه به يې هغو پيښو ته د دغه هېواد د اړتياوو په پوره کولو کې مرسته وکړي، چې د روان کال په فبرورۍ کې د شوې سختې زلزلې له امله رامنځته شوې دي او دغه راز د دغه وزارت د نغدي پيسو د زېرمې لپاره به هم ګټه ولري.