د روان کال په شپږو مياشتو کې د چين GDP ۵.۵ سلنه زياته شوې
CMG2023/07/17 11:19:02
شريکول:

د چین د احصايې ملي ادارې د جولای په ١٧مې نېټې تازه معلومات خپاره کړي، چې له مخې يې، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د دغه هېواد د کورنيو توليداتو عمومي اندازه (GDP) ۵۹۳۰۳،۴ مليارډو یوانو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵،۵ سلنه زياتوالى ښيي.

مالومات ښيي، چې د صنايعو په برخه کې د چين د لومړني صنعت اضافه ارزښت ۳۰۴۱،۶ ميليارډه يوانه و او د دوهم صنعت اضافه ارزښت يې ۲۳۰۶۸،۲ ميليارډه او د درېيم صنعت اضافه ارزښت يې ۳۳۱۹۳.۷ مليارډه يوانه وو.

 د چین د احصايې ملي ادارې ويلي، چې د روان کال په لومړۍ ربعې کې د دغه هېواد د کورنيو توليداتو عمومي اندازه (GDP) د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴،۵ سلنه او په دویمې ربعې کې ۶،۳ سلنه زياتوالی ښيي.