تونيس او اروپايي ټولنې د جولای په ۱۶ مې نېټې د خپلمنځي هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو هوکړه ليک لاسليک کړی دی.
د دواړو هېوادونو د چارواکو په وينا، دغه هوکړه ليک به له تونيس سره د انسانانو د قاچاق په مخنيوي کې پوره مرسته وکړي.
د دغه سند له مخې، اروپايي ټولنه به له تونيس سره د ۱۰۵ ميليونو يورو په ارزښت مرستې وکړي، چې د غير قانوني کډوالو د جرمونو په مخنيوي کې يې ولګوي او دغه راز د ۱۵۰ ميليونو يورو په ارزښت به يوه بله جوپه پیسې هم ورکړي، چې د دغه هېواد په بودجې کې يې شاملې او اړينو ځايونو کې يې ولګوي.
د ياد يادښت د لاسليک کولو په مراسمو کې د تونيس ولسمشر کایس سید، د اروپايي ټولنې مشرې ون دير ليون، د ايټاليې صدراعظمې جيورجيا ميلوني او د هالنډ صدراعظم مارک روټي ګډون درلود.