د نيوزیلنډ لومړي وزیر څو ورځې مخکې ويلي، چې هغه د اسيا او ارام سيمې، په تېره بيا د جنوبي سمندرګي او د تایوان تنګي د "خراب ستراتیژیک چاپیریال" په اړه ډېر اندیښمن دی.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جولای په ۱۷مې نېټې يوې خبري غونډې ته ويلي، چې چين غواړي د نيوزیلنډ په شمول ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ ډيالوګ او تبادلې وکړي او د سيمه ييز ثبات او سمسورتيا لپاره ګډ رول ولوبوي.
ماو نينګ ويلي، چين د اسيا او ارام سمندر سيمې غړی دی او تل يې له سيمه ييزو هېوادونو سره يو ځای د رښتيني څواړخيزم د عملي کولو او د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتلو لپاره ګډ کار کړی دی.
نوموړې د تايوان مسئله د چين کورنۍ چاره ياده کړې او د يو چين د پېژندنې اصل يې د تايوان تنګي په اوږدو کې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره تر ټولو مهم بللی دی.
ماو نينګ زياته کړې، چې اوسمهال د چين په جنوبي سمندرګي کې کومه ستونزه نشته او په وينا يې اړوند هېوادونه دې د جنوبي چين په سمندرګي کې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره د سيمه ييزو هېوادونو د هڅو درناوی وکړي.
(ژباړه: شکريه)