چين او اسيان د ګډې سمسورتيا او پرمختګ يوه دايمي دوستانه لاره پيدا کړې
CMG2023/07/18 10:54:59
شريکول:

د چين - اسيان د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې کې، چې څو ورځې مخکې ترسره شوه، د جنوب ختيخې اسيا د دوستانه همکاريو په تړون کې د چين د شاملېدو د ۲۰مې کليزې په پار ګډه اعلاميه خپره شوې ده.

 د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جولای په ۱۷مې نېټې يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې چين او اسيان د تېرو دوو لسيزو په درشل کې د ګډې سمسورتيا او پرمختګ يوه دايمي دوستانه لاره موندلې ده.

نوموړې ويلي، چې د چين ـ اسيان د بهرنیو چارو وزيرانو غونډې په اوسني پېچلي نړيوال وضيعت کې ياده ګډه اعلاميه خپره کړې او دا د دې ښکارندويي کوي، چې ياد تړون به اصول نور هم پراخ کړي، د اسیا لارې چارې او ځيرکي به ترويج او ريښتينی څواړخيزتوب به پلي کړي او سيمه ييز نظامونه به خوندي‌ وساتي.