د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش د جولای په ۱۷مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې اداره به يې دوامدارې هڅې وکړي، چې د اوکراين او روسيې زراعتي محصولات نړيوال بازار ته ورسوي.
نوموړي په همدې ورځ په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په يوې خبري ناستې کې د روسيې پر هغه اعلان افسوس څرګند کړی، چې د تور سمندر له لارې يې د زراعتي پيداوارو د لېږد تړون ځنډولی دی.
د هغه په خبره، روسیې دغه پرېکړه کړې، خو ملګري ملتونه به دوامدارې هڅې وکړي، چې د اوکراين او روسيې غلې دانې نړيوال بازار ته ورسوي.