د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش د جولای په ۱۷مې نېټې خبرداری
ورکړی، چې نړۍ د ۲۰۳۰م کال د دوامدار پرمختګ موخو ته د رسېدو پر لارې سخت
انحراف کړی او پر بېلا بېلو هېوادونو یې غږ کړی، چې په روان ۲۰۲۳م کال کې
بدلون راولي او د سمدستي اقدام غوښتنه يې ترې کړې ده.
ګوټرېش د ملګرو ملتونو د دوامدار پرمختګ د لوړې کچې سیاسي فورم د وزیرانو غونډې په پیل کې ويلي، چې اوسمهال د دوام لرونکي پرمختګ نيمې موخې د تزلزلو په حال کې دي او او نژدې يو په دریمه برخه يې په ټپه دریدلي او يا شاتګ کوي.
نوموړي ویلي، چې په نړۍ کې د شنو خونو د ګازونو اخراج دوام لري، لویه نابرابري پکې لا هم روانه ده او د لوږې وضعیت پکې د ۲۰۰۵م کال کچې ته ستون شوی دی او په وينا يې، د نړۍ د اوسني پرمختګ له مخې به تر ۲۰۳۰م کال پورې نژدې ۶۰۰ ميلیونه خلک په خورا فقر کې ژوند وکړي.
نوموړي زياته کړې، په نړۍ کې د کرونا وبا خپرېدو، مخ په زیاتېدونکي اقلیمي کړکېچ او پراخو شخړو د نازک او محدود پرمختګ پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.