اسيا پراختيايي بانک د جولای په ۱۹مې نېټې په۲۰۲۳م کال کې د اسيا د پرمختيايي نظريې په اړه يو ضمني راپور خپور کړی او د اسيا - ارام سمندر سيمې د پرمختيايي اقتصادونو په اړه يې "محتاطه خوشبيني" ښودلې ده.
اسيا پراختيايي بانک په دغه راپور کې اټکل کړی، چې د سيمې د پرمختيايي اقتصادونو سږنۍ وده به ۴.۸ سلنه وي او د چين سږنۍ اقتصادي وده به ۵ سلنې ته ورسېږي.
(ژباړه: شکريه)