شي جين پينګ د الجزایر له ولسمشر عبدالمجید تبون سره وکتل
CMG2023/07/19 11:06:15
شريکول:

د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د جولای په ۱۸مه نېټه د بېجینګ د خلکو په لوی تالار کې د الجزایر له ولسمشر عبدالمجید تبون سره وکتل.

رئیس شي جین پينګ په اشارې وویل، چین او الجزایر د ګډ پرمختګ په لار کې همکاران دي. چین د خپل شکله عصري کېدو بهیر کې د چیني ملت سمسورتیا هڅوي، الجزایر هم د خپل هېواد د نوې بڼې په جوړولو بوخت دی. چین غواړي له الجزایر سره د دودیزې دوستۍ د لا ژورتیا او د خپلمنځي هراړخیزو ستراتيژيکو اړیکو د لا ټينګښت لپاره له الجزایر سره په ګډه کوښښونه وکړي.

شي جين پينګ وویل، دا لومړی ځل دی چې له ولسمشر تبون سره مخامخ حضوري کتنه کوم، زموږ دغه ملاقات به د چین او الجزایر ترمنځ د اړیکو د ژورتیا لپاره لوري روښانه کړي. سږ کال د دواړو هېوادونو د سیاسي اړیکو د ټينګښت له ۶۵مز کلیزې سره برابر دی، دواړو خواوو په تېرو ۶۵ کلونو کې یو د بل سره دوامداره دوستانه اړیکې پاللې او خپلمنځي دوستي به نوره هم ژوره کړي. چین غواړي په نوې زمانه کې له الجزایر سره د دودیزو دوستانه اړیکو د لا ټينګښت، د ستراتيژیکې تبادلې او همکارۍ د ژورتیا لپاره ورسره ګډې هڅې وکړي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې چین او الجزایر باید یو د بل کلیدي ګټې وساتي. چین له الجزایر مننه کوي چې د تایوان، شینجیانګ او بشري حقونو په شمول ځینو مسئلو کې د چین له عادلانه دريځ څخه يې دایمي ملاتړ کړی. چین هم د خپل هېواد د حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکني بشپړتیا د ساتلو په اړه د الجزایر له کوښښونو څخه کلک ملاتړ کوي او د الجزایر په کورنیو چارو کې د بهرنیو ځواکونو له لاسوهنې سره مخالفت کوي. دواړه هېوادونه دې د یو کمربند او یوې لارې د ګډې جوړونې په شمول یو لړ مهم همکاریز سندونه ښه تطبیق کړي، د بنسټيزو تاسیساتو، نفتي کیمیاوي چارو، کاني صنعت او کرنیزو چارو په شمول دودیزو برخو کې خپلمنځي همکارۍ نورې هم پياوړې کړي. دواړه خواوې دې په عین وخت کې د ذروي انرژۍ، فضايي چارو، مخابراتي چارو او د دوامدار او بیا نوې کېدونکې انرژۍ په شمول د لوړې تکنالوژۍ په برخو کې د خپلمنځي همکارۍ نوی حیاتي ځواک پيدا کړي.

شي جين پينګ وویل، سږ کال الجزایر ته د چیني طبي ډلو د لېږلو له ۶۰ مې کلیزې سره برابر دی. چین په تېرو ۶۰ کلونو کې الجزایر ته د ۳۵۲۲ تنو طبي کارکوونکو په شمول ۲۷ طبي ډلې لېږلې دي او څه باندې ۲۷ میلیونو ناروغان يې درملنه کړي او د څه دپاسه ۲ میلیونو، ۷۰ زره ماشومانو په زېږون کې طبي خدمتونه ترسره کړي دي. ویل کېږي چې د چین طبي ډلو د چین او الجزایر ترمنځ د دوستۍ ټينګښت لپاره ارزښتناک خدمتونه کړي دي.

شي جين پينګ په اشارې وویل، الجزایر د ۲۰۲۴-۲۰۲۵ د ملګرو ملتونو امنیت شورا غیر دایمي غړي په توګه وټاکل شو. چین ورته مبارکي وايي او غواړي چې له الجزایر سره څواړخیزې همغږۍ او منځګړیتوب پياوړی کړي.

ولسمشر عبدالمجید تبون وویل، الجزایر به د چین له کليدي ګټو څخه کلک ملاتړ وکړي، د چین لخوا له وړاندې شوي د ګردې نړۍ د پرمختګ، امنیت او تمدن له وړاندیزونو څخه به هم ملاتړ وکړي. الجزایر غواړي د یو کمربند او یوې لارې د ګډې جوړونې په وړاندیز کې فعال ګډون وکړي او له چین سره هراړخیزې ستراتيژيکې اړیکې نورې هم ژورې کړي. الجزایر د چیني تصديو هرکلی کوي چې غواړي په دغه هېواد کې پانګونې وکړي او ګټوره سوداګریزه زمینه برابره کړي.

د دواړو مشرانو د کرنیزو چارو، ترانسپورټ، علمي ټکنالوژۍ، مخابراتي چارو، سوداګرۍ او انرژۍ په شمول ځينو ساحو کې یو لړ همکاریز تړونونه لاسلیک کړل. همدارنګه په پای کې دواړو خواوو د چین ولسي جمهوریت او د الجزایر دیموکراتیک ولسي جمهوریت ګډه اعلامیه هم خپره  کړه.