لي چيانګ د امريکا د ولسمشر د اقليمي چارو له ځانګړي استازي سره وکتل
CMG2023/07/19 10:20:03
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د جولای په ۱۸مې نېټې په بېجينګ کې په اقليمي چارو کې د امريکا د ولسمشر له ځانګړي استازي جان فوربيس کيري سره کتلي دي.

نوموړي له کيري سره په خبرو کې ويلي، چې چين او امريکا بايد د دواړو هېوادونو د مشرانو د ګډو توافقاتو د عملي کولو لپاره رښتيني ګامونه پورته کړي او هڅې باید وکړي، چې خپلمنځي اړيکې ژر بېرته مناسب او ثابت مدار ته وګرځوي.

لي چيانګ د اقليمي بدلون ضد مبارزه د ټولو هېوادونو له همغږې پياوړتيا او ګډو هڅو پسې تړلې بللې او په وينا يې، نړيواله ټولنه بايد د اقليمي بدلون پر ضد د ملګرو ملتونو د چوکاټي تړون او د پاريس تړون پر ټاکلو موخو او اصولو ټينګار وکړي او د ګډ او مشخص مسئوليت اصل باید مراعات کړي.

نوموړي زياته کړې، چې پرمختللي هېوادونه بايد د پانګې او ټېکنالوژۍ په برخو کې له پرمختيايي هېواودونو سره زياتې مرستې وکړي.

لي چيانګ هيله ښودلې، چې چين او امريکا د خپلمنځي ګډو همکاريو پر روحيې ټينګار وکړي او پاريس تړون په هراړخيز او اغېزمن ډول تطبيق کړي.

جان فوربيس کيري ويلي، چې امريکا او چين د نړۍ لومړی او دوهم لوی اقتصادونه او د کاربن ايستنې لومړی او دوهم لوی هېوادونه دي او په خبره يې، امريکا له چين سره ثابتې اړيکې او پياوړې همکارۍ غواړي او د اقليمي بدلون د مخنيوي په شمول د نړيوالو ننګونو پر ضد مبارزې په پار به ورسره ګډې هڅې وکړي.