وانګ يي به له نايجريا، کينيا، جنوبي افريقا او ترکيې څخه ليدنه وکړي
CMG2023/07/20 10:03:20
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جولای په ۱۹مه نېټه اعلان وکړ چې د جنوبي افريقا د ولسمشرۍ د دفتر د وزيرې خومبودزو نتشاوعیني او د نايجريا، کينيا، جنوبي افريقا او ترکيې د حکومتونو په بلنه به د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړی او د دغه مرکزي کمېټې بهرنيو چارو دفتر مدیر وانګ يي د جولای له ۲۴مې نېټې څخه تر ۲۵مې نېټې پورې د جنوبي افريقا په جوهانسبرګ ښار کې د بریکس هېوادونو د امنيتي چارو د لوړ پوړیو استازو په ۱۳مه غونډه کې ګډون وکړي او له نایجیریا، کینیا، جنوبي افریقا او ترکیې څخه به لیدنه وکړي.