نړیوالې ټولنې د ایکولوژیکي چاپېریال ساتنې په اړه د شي جين پينګ وینا ستایلې
CMG2023/07/20 15:09:09
شريکول:

د ایکولوژیکي چاپېریال ساتنې په اړه د چین دولتي غونډه د جولای په ۱۷مه او ۱۸مه نېټه په بېجینګ کې تر سره شوه. د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د چین د دولت رئیس شي جين پينګ، د مرکزي پوځي کمیسیون رئیس شي جين پينګ په دغه غونډه کې ګډون کړی او مهمه وینا يې وکړه. هغه په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چې چین به د ښکلي هېواد هراړخیزه جوړونه وهڅوي او د انسان او طبیعت د هوساوي ګډ ژوند د عصري کېدو بهیر به پرمخبوزي.

د یو شمېر هېوادونو چارواکو او د چاپېریال ساتنې کارپوهانو د شي جین پينګ وینا مهمه او په لوړه کچه وستایله. دوی وویل چې چین د ایکولوژیکي چاپېریال ساتنې په برخه کې د لیدو وړ بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي او د چاپېریال ساتنې په ساحه کې له ګډون کوونکي څخه يې په لارښوونکي رول لوبولو ځای خپل کړی. دوی باور څرګند کړ چې چین به په دوامداره توګه د ګردې نړۍ د دوامدار پرمختګ او د لا ښکلې نړۍ د جوړولو لپاره مهم خدمتونه ترسره کړي او د زرغون پرمختګ په اړه به د بېلا بېلو هېوادونو لپاره ارزښتناکې تجربې برابرې کړي.

د جنوبي افریقا د پارلمان مرستیال  سولومن لیچسا ټسینولي د چین ميډیا ګروپ له خبریال سره په مرکه کې وویل، چین د ایکولوژیکي چاپېریال ساتنې په برخه کې یو مهم ګام پورته کړی او ټول تدبیرونه يې د نورو هېوادونو د زده کړې وړ دي. د چین دغه شان تدبیرونه نه یوازې د خلکو د روغتیا لپاره ګټور دي، بلکې د ګردې نړۍ احترام هم کوي. خو ډېرو لوېديځو هېوادونو تر اوسه دغه شان تدبیرونه نه دي نیولي.

د روسیې د حقوقي چارو کارپوه شیورنیف وویل، چین په تېرو لسو کلونو کې د ایکولوژيکي چاپېریال ساتنې، په تېره بیا د دوامدارې استهلاکي انرژۍ په برخه کې تل مسئولانه رویه غوره کړې، په ۲۰۲۱م کال کې په چین کې د دوامدارې استهلاکي انرژۍ د تولید اندازه نږدې د نړۍ نیمه برخه نیولې ده. سربېره پر دې، د چین حکومت تل د خپل هېواد په وروسته پاتې سیمو کې د ایکولوژیکي چاپېریال ساتنې ته جدي پاملرنه کړې او کوي يې. نوموړي وویل، د يادولو وړ ده چې د چین په وروسته پاتې سیمو کې د ایکولوژیکي چاپېریال ساتنې په اړه څرګندې لارښوونې ټاکل شوې، یانې د چین حکومت د اړوندو مسئلو د حل لپاره عصري لارې چارې کاروي، دا زموږ د پام او حتی تعجب وړ ده او د چین دغه شان تجربې د نورو هېوادونو د زده کړې وړ دي.  

د چین د چاپېریال او پرمختګ د نړیوالې کمېټې لومړي نړیوال مشاور او د کاناډا د دوامدار پرمختګ د څېړنیزې ادارې پخواني مشر سکوټ واوګن وویل، چین د باکیفیته پرمختګ لار غوره کړې یانې د زرغون پرمختګ په بهیر کې د کاربني موادو ایستلو اندازه ډېره ټيټوي، چین په عین وخت کې اوج ته د کاربن ایستلو اندازې د رسېدو او د کاربن خنثی دواړه موخې په تطبیق بوخت دی، دغه موخې ستونزمنې دي، خو مالومات ښيي چې چین د دغو موخو د پوره کولو توان لري. هغه وویل، د چین د څوارلسم پنځه کلن پلان کې دا یوه لوړه سویه ستراتیژیکه نښه ده چې باکیفیته پرمختګ له زرغون پرمختګ سره یو ځای کېږي. چین د ایکولوژیکي تمدن د جوړونې په بهیر کې ساینس، تکنالوژي، نوښت او زرغون پرمختګ یو ځای کړی او په دې توګه چین د نورو هېوادونو مهم همکار ګرځېدلی دی.

واوګن وویل، چین د ایکولوژیکي تمدن د جوړونې په برخه کې له ګډون کوونکي څخه په لارښوونکي هغه بدل شوی دی، د تېر کال په دسمبر میاشت کې د بیالوژيکي تنوع تړون د بنسټ ايښودونکو ۱۵مې غونډې په دوهم پړاو کې چین د رئیسه هېواد په توګه سیاسي لارښوونکي رول لوبولی، د مختلفو خواوو توپیرونه يې همغږي کړي او ترې د لوی هېواد مسئولانه رویه ښکاره شوې ده.