د GCC- منځنۍ اسیا سرمشریزه د ډیالوګ او همکاریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کوي
CMG2023/07/20 10:37:38
شريکول:

د خليج د عربي هېوادونو د همکارۍ شورا (GCC) او د منځنۍ اسيا د هېوادونو لومړۍ سرمشريزه غونډه د جولای په ۱۹مه نېټه د سعودي عربستان په لويديځ جده ښار کې تر سره شوه. له غونډې وروسته په خپره شوې ګډه اعلامیه کې په بېلابېلو برخو کې د دواړو خواوو د خبرو اترو او همکاریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.

په دې غونډه کې د سعودي عربستان، بحرین، عمان، کویټ، عربي متحده اماراتو او قطر په ګډون د GCC ۶ غړو هېوادونو، د ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، قرغزستان او قزاقستان په ګډون د منځنۍ اسیا د ۵ هېوادونو مشرانو یا د مشرانو استازو او د GCC سرمنشي جاسم البدوي ګډون کړی و.