د «کاپيټل هيل» د راپور له مخې، د امريکا د قوينيپياک (Quinnipiac) پوهنتون نوې نظرپوښتنه ښيي چې په دغه هېواد کې تر نيمايي زياتو پوښتل شويو کسانو ويلي چې دوی اوکراين ته د کلسټر بمونو د برابرولو په اړه د امريکا حکومت له وروستۍ پرېکړې سره مخالف دي.
نظرپوښتنې ښیې چې ۵۱ سلنه امریکایي ځواب ویوونکو اوکراین ته د کلستر مهماتو د ورکولو پریکړه رد کړه، ۳۹ سلنې یې دغه پلان منلی او ۱۰ سلنه يې وايي دوی پرې معلوم نه دي. (ژباړه: شکريه)