د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ د جولای په ۲۰مې نېټې د ”ساينس او چين“د کارپوهانو استازو ته ځوابي پيغام ليږلی او د ساينس د تعميم چارو په هکله يې د ټېکنالوژۍ کارکوونکو ته نيکې هيلې وړاندې کړې دي.
نوموړي په پيغام کې ويلي، چې د چين ساینسپوهانو کالونه کالونه د”ساينس او چين“په نوم د ويناوو فعاليتونو کې ګډون کړی او خلکو ته يې د ساينس پوهه او روحيه ورکړې او د ساينس د تعميم لپاره يې مهم رول لوبولی دی.
شي جين پينګ د ساينس تعميم د نوښتي پرمختګ لپاره مهم بنسټيز کار بللی دی.