ولې واشنګټن د هنري کیسنجر دیپلوماتیکې ځیرکتیا ته اړتیا لري؟
CMG2023/07/21 14:55:04
شريکول:

د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د جولای په ۲۰مه نېټه د بېجینګ د دیاو یو تای دولتي مېلمستون کې د امریکې د بهرنیو چارو له پخواني وزیر هنري کیسنجر سره وکتل. شي جين پينګ کیسنجر همیشنی ملګری بللی او د ده ستاینه يې وکړه چې د چین او امریکې د اړیکو ټينګښت د هڅونې او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستۍ د ژورتیا په برخو کې يې تاریخي خدمتونه کړي دي.

ښاغلي هنري کیسنجر وویل، د امریکې او چین ترمنځ اړیکې د دواړو هېوادونو او حتی د ګردې نړۍ د سولې او سمسورتیا لپاره ډېرې مهمې دي. هغه غواړي د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د تفاهم پیاوړتیا لپاره دوامدار کوښښونه وکړي.

هنري کیسنجر۵۲ کاله مخکې د امریکې د وخت ولسمشر ریچارډ نیکسون د امنیتي سلاکار او ځانګړي استازي په توګه د چین له وخت مشرانو سره وکتل او د دواړو هېوادونو اړیکو د عادي کېدو پروسه يې پيل کړه. دا د کیسنجر په ډيپلوماتیک ماموریت کې یوه ارزښتناکه شېبه وه. هغه تر اوسه چین ته څه باندې سل ځلې سفرونه کړي او د سل کاله عمر په لرلو سره لا هم د چین او امریکې د همغږۍ او ډیالوګ په بهیر کې خدمتونه کوي. هغه د نړیوالو د درناوي وړ دی.

هنري کیسنجر د امریکا په سیاسي ټولنه کې د هغه ځواک استازیتوب کوي چې غواړي له چین سره د ډیالوګ او تماس نیونې له لارې خپلمنځي توپیرونه ښه چلند کوي. دغه ځواک د امریکې ګټو د رښتینې ساتنې په خاطر د چین پر وړاندې معقول او رغنده تګلارې ټاکلې دي. په حقیقت کې د چین او امریکې د سیاسي اړیکو د ټينګېدو بهیر ته په بیاکتنه دا پیدا شوې چې کله واشنګټن له چین سره د همکارۍ زیات غږونه پورته کړي، نو د دواړو هېوادونو د اړیکو پرمختګ به عموماً عادي شي. که نه، نو اړیکې به یې له یو لړ ستونزو سره مخ وي.

اوسمهال د چین او امریکې اړیکې بیا په کلیدي موده کې دي. ښاغلي هنري کیسیجر په تېرو ۵ کلونو کې د چین له مشرانو او چارواکو سره په خپلو خبرو کې تفاهم، ډیالوګ، همغږي او د توپیرونو کنټرول ډېر یاد کړي. د کیسنجر د دغه مدبر نظر په نسبت، خو اوس د امریکې حکومت لخوا د چین پر وړاندې غوره شوې تګلارې د دواړو هېوادونو د اړیکو د خرابېدو سبب ګرځېدلې دي.

د واشنګټن ځینو سیاستوالو تل دا ویلي چې د چین د پرمختګ لار، سیاسي نظام او  ارزښتونه د امریکې په پرتله بیخي بېل دي، دوی پر دې بنسټ د چین پر وړاندې خصمانه رویه او د ځپلو تدبیرونه غوره کړي او کوي يې. خو دغه شان توپیرونه اوسمهال رامنځته شوي نه دي، د سړې جګړې په حال کې، دواړو هېوادونو شل کلنه کنګلتیا ماته کړې او د خپلمنځي اړیکو بیا ټينګښت يې د نړیوالو د حیرانتیا وړ و. هغه وخت د دغه بریالیتوب تر لاسه کېدو کلیدي لامل دا و چې د چین او امریکې مشران پوهېدل چې د خپلمنځي اړیکو په عادي کېدو سره به نه یوازې د دواړو هېوادونو لپاره ګټور وي، بلکې نړۍ ته به ګټې ورسوي.

اوس ۵۲ کاله تېر شوي، نړیوال وضعیت هم د پېچلي بدلون په حال کې دی او د چین او امریکې متقابل توانونه هم بدل شوي، خو دا اصول نه دي بدل شوي چې دواړه هېوادونه په همکارۍ سره به یو بل ته ګټې ورسول شي او د مقابلې له امله به دواړو ته زیانونه واړول شي. چین د امریکې پر وړاندې تل ثابتې تګلارې غوره کړې. رئیس شي جين پينګ څو ځلې په اشارې ویلي، چې چین او امریکې د خپلمنځي اړیکو ټينګښت باید د متقابل درناوي، په سوله کې ګډ ژوند او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ اصول مراعات کړي.

چین او امریکې په تېرو ۵۲ کلونو کې په همکارۍ سره ډېر کارونه بشپړ کړي چې د دواړو هېوادونو او ګردې نړۍ لپاره ګټور دي. اوس د امریکې مشران او سیاستوال باید پر دغو موضوعاتو ښه غور وکړي، چې چین څنګه پېژني؟ د امریکې د رښتینو ګټو له مخې دې څنګه له چین سره ګډ ژوند کوي؟ د دغو بنسټیزو موضوعاتو په ښه پوهېدلو سره به د چین پر وړاندې د واشنګټن تګلارې تنظیم شي. ویل کېږي چې واشنګټن د هنري کیسنجر ديپلوماتیکې ځيراکتیا ته اړتیا لري.