د چین د ايکولوژۍ او چاپېريال ساتنې وزارت د جولای په ۲۰مې نېټې ويلي، چې د چين او امريکا د اقليمي بدلون ډيالوګ څو ورځې مخکې په بېجينګ کې تر سره شو.
د اقليمي مسئلې په چارو کې د امريکا د ولسمشر ځانګړي استازي جان کيري د روانې میاشتې له ۱۶مې نېټې څخه تر ۱۹مې نېټې پورې له چين څخه لېدنه کړې او خپل چيني سیال شيې جن هوا سره يې لېدلې دي.
په دغې لېدنې کې د چین د ايکولوژۍ او چاپېريال ساتنې وزارت مرستيال جاو اينګ مين هم ګډون کړی و.
دواړو خواوو د ايندونيزيا په بالي ټاپو کې د چين او امريکا د مشرانو د ګډې نظريې د عملي کولو او د اقليمي بدلون له نړيوالې ننګونې سره د مقابلې د همکاريو په اړه د نظریو ژورې تبادلې کړې دي.
دواړو خواوو اقلیمي بدلون د انسانانو پر وړاندې یوه ګډه ننګونه ياده کړې او دا یې اړينه بللې، چې چين او امريکا د دې ننګونې د حل لپاره ګډ کار وکړي.
دواړو سیالانو د چین او امریکا د اقلیمي بحران د حل ګډې اعلامیې او د ۲۱مې پيړۍ په ۲ مې لسیزې کې د اقلیمي چارو د پیاوړتیا په اړه د چین او امریکا د ګلاسکو د ګډې اعلامیې د پلې کولو، د نړیوالې اقلیمي ادارې او د نړیوالو خبرو اترو او همکاریو د پیاوړتیا په اړه روښانه، ژورې او رغنده خبرې اترې کړې دي.