په شانګهای کې د رسنز نوښت دوهم نړيوال فورم تر سره شو
CMG2023/07/21 10:14:50
شريکول:

د رسنيز نوښت دوهم نړيوال فورم د جولای په ۲۰مې نېټې په شانګهای کې د "پرانيستنې، ټولشموليت او ګډې ګټې - د عصري کېدو پر لارې يو بل ته لاسونه ورکول" په عنوان ترسره شوی او منځپانګه يې په خپلمنځي همکاريو ورټوله وه.

دغه فورم د چين ميډیا ګروپ او د شانګهای ښاروالي په ګډې همکارۍ ترسره شوی، چې د نړیوالو سازمانونو، د چیني او بهرنیو رسنیزو ادارو، چیني او بهرنیو کارپوهانو او بهرنیو تصدیو په شمول د بېلا بېلو برخو څه باندې ۲۳۰ استازو پکې په انلاین او افلاین ډول ګډون کړی و.