د چين د لوړ کيفيت اقتصادي پرمختګ لپاره د شي جين پينګ لارښوونه
CMG2023/07/22 12:00:32
شريکول:

د چين د ايکولوژيک چاپيريال د ساتنې غونډه د جولای له ۱۷مې نه تر ۱۸مې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دغه غونډه کې ګډون او د ښکلي چين د ابادۍ په اړه يې تدابير ترتيب او وړاندې  کړل، چې چين د زرغون پرمختګ او ټيټ کاربن په بڼه اقتصادي سيستم او د لوړ کيفيت د پرمختګ  زرغون بنسټ به ږدي او د انسان او طبيعت ترمنځ د همغږي ګډ ژوند د عصري کېدو بهير به چټک  کوي.

ښکلی چين څه بڼه لري؟

په ابي آسمان کې سپينې وريځې ليدل کيږي او په شپه کې ستوري ځلېږي، د سيندونو په پاکو اوبو کې کبان لامبو وهي او د اوبو پر غاړو  شنه واښه او ونې دي، خلک خوندي او ډاډمن خوراکي مواد او آرام استوګنيز چاپيريال لري، ښکلې کليوالې او طبيعي منظرې په ښه توګه ساتل شوي، د انسان او طبيعت ترمنځ د ګډ او همغږي ژوند د عصري کېدو بهير بشپړ شوی او ښه ايکولوژيک چاپېريال نسل په نسل ساتل کېږي.

يادې جملې د ښکلي چين تصوير جوړوي او د ايکولوژيک تمدن په اړه يې د شي جين پينګ مفکوره انعکاس کړې. چين له تېرو لسو کلونو راهيسې د ايکولوژيک تمدن او ښکلي چين د ابادۍ په برخه کې په ډېرو ابتکاري چارو لاس پورې کړی او مهم ګامونه يې پورته کړي دي.

چين به څنګه د لوړ کيفيت اقتصادي پرمختګ لپاره زرغون بنسټ ټينګ کړي؟

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دغه هېواد د ايکولوژيک چاپېريال د ساتنې په غونډه کې  وویل، چې چين به د انسان او طبيعت ترمنځ د ګډ همغږي ژوند له لحاظه د زرغون پرمختګ او ټيټ کاربن دوراني اقتصادي سيستم جوړ کړي، د غرونو، ځنګلونو، کرهنيزو خاورو، جهيلونو، چمنونو او صحراوو د مجموعي ساتنې او ادارې چارې به  پیاوړې کړي، د پاکۍ، د ټيټ کاربن ايستنې، امنيت او لوړ مؤثريت په بڼه به د انرژۍ سيستم او نوی ډول برېښنايي سيستم جوړ کړي، د زرغون پرمختګ په اړه به اقتصادي تګلارې بشپړې کړي، د چاپيريال ساتنې په برخه کې به د اعتبار د څارنې او ادارې سيستم اباد او د زرغون پرمختګ او ټيټ کاربن په برخه کې به د ډيجیټلي ټېکنالوژيو پرمختګ او استعمال پياوړی کړي.

” ښکلی چين “ د نړۍ لپاره څه ارزښت لري؟

چين يو  لوی پرمختيايي هېواد دی او د يو ميليارډ او څلورو سوو ميليونو منفوس لري. د اقتصادي پرمختګ، چاپيريال ساتنې او د خلکو د ګټو په برخو کې د دغه هېواد اقداماتو د نړيوالې ټولنې لوړه پاملرنه  راجلبه کړې.

د امريکا د  بشري علومو اکاډمۍ غړي جان کوب ويلي، چې چين د نړۍ د ايکولوژيک تمدن ابادۍ ته هيله منده رڼا رسولې ده. د ملګرو ملتونو د چاپېريال پروګرام اجرائيوي مشر ايريک سلهېم د چين د جه جيانګ ولايت د پرمختګ په اړه ويلي، هغه څه چې په جه جيانګ کې مې ليدلي، د راتلونکي چين بڼه به حتی د راتلونکې نړۍ بڼه وي. جه جيانګ ولايت د چاپيريال ساتنې، اقتصادي پرمختګ، د روزګارۍ د زياتوالي، د خلکو د روغتيا او  کلیوالو سيلانيزو چارو په ډېرو برخو کې همغږی او دواملرونکی پرمختګ رامنځته کړی او د عمومي وضعيت دغه مکفوره ډېره ارزښتناکه ده.