د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جولای په ۲۱مه وويل، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړی استازی او د دغه هېواد د کرنيزو او کليوالو چارو وزير تانګ ژن جيان به د ميکرونيسيا د متحدو ايالاتونو د حکومت په بلنه د جولای په ۲۶مه د دغه هېواد د نوي منتخب ولسمشر ويسلي سيمينا د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.