د امریکې، برازیل، فرانسې، ارجنټاین او جنوبي افریقا په شمول د ۵ هېوادونو څه باندې ۶۰ تنه لوبغاړي، چې د نړیوالو محصلینو د ۳۱مې دورې په دوبنيو لوبو کې برخه لري، د جولای په ۲۱مه د چین چنګ دو ښار ته ورسېدل.
د چنګ دو نړیوال پر هوايي ډګر بر سېره، د بېجینګ، شانګهای، ګوانګ جو، شن جن او اورومچي په شمول د پنځو ښارونو اووه نړیوال ډګرونه په دغو لوبو کې د ګډونوالو نړیوالو محصلینو لپاره چین ته د ننوتلو او له چین څخه د تللو بندرونه ټاکل شوي. د یادو بندرونو ګمرکي ادارو د تضمین یو ګډ ګروپ جوړ کړی، چې په دغو لوبو کې د ګډونوالو او اړوندو توکو د لېږلو د اسانتیاوو لپاره ځانګړې لارې او کړکۍ پرانیستلې دي. (هیله)