د جولای د ٢١مې د شپې تر اوو بجو د چين لږ تر لږه ٢١ ولايتونو د روان کال د لومړۍ نيمايي اقتصادي معلومات خپاره کړل.
د چین د احصايې د ملي ادارې د لومړنيو شمېرنو له مخې، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چین د کورنیو تولیداتو عمومي اندازه ۵۹۳۰۳،۴ ميليارډه يوانه وه، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵،۵ سلنه زياتوالى او د روان کال د لومړۍ ربعې په پرتله ۱ سلنه چټکتيا لري.
د دې شمېرې له مخې، د چین په یادو ٢١ ولايتونو کې د هه بې، داخلي مغولستان، لياو نينګ او شانګهای په شمول د ۱۱ ولايتونو اقتصادي پرمختګ د ملي ودې په پرتله چټک دی.
د اقتصادي ودې د انډول له مخې، شانګهای ښار د ۹،۷ سلنې ودې په سر کې لومړی مقام لري، د های نان ولایت د ۸.۶ سلنې او د داخلي مغولستان د ۷.۳ سلنې په لرلو سره دوهم او درېیم ځای لري.