د چنګ دو د نړیوالو محصلینو د ٣١مې دورې دوبنيو لوبو د لوبغاړيو استوګنځی په رسمي توګه پرانيستل شو
CMG2023/07/23 11:27:52
شريکول:

 د چنګ دو د نړیوالو محصلینو د ٣١مې دورې دوبنيو لوبو د لوبغاړيو استوګنځی( کلي) د پرانيستلو مراسم او د چين د پلاوي د هرکلي مراسم د جولای په ٢٢مه نېټه تر سره شول.

د لوبغاړيو د استوګنځي مسؤل وویل، د لوبغاړيو په کلي کې بېلا بېلو ټیمونو ته د نړۍ د مختلفو ځایونو خوندور خواړه چمتو کېږي او د ځان چلولو بسونو او د AI هوښیار ژباړې په ګډون تخنیکي تاسیسات برابر شوي. په عين وخت کې به په دې کلي کې بېلابېل کلتوري فعاليتونه هم تر سره شي څو د بېلا بېلو هېوادونو د ځوانانو ترمنځ تفاهم، دوستي او د متمدن او کلتوري تبادلې او متقابلو زده کړې پياوړې شي.

د چنګ دو د نړیوالو محصلینو د ٣١مې دورې دوبنيو لوبې به د جولای له ۲۸مې څخه د اګست تر ۸مې نېټې پورې ترسره شي.