بريتانيا لا هم غواړي د مالويناس ټاپوګانو مسئلې پر وړاندې ځان کوڼ او ړوند واچوي؟
CMG2023/07/23 12:59:34
شريکول:

د لاتينې امريکا او کارابين سيمې د هېوادونو ټولنې او اروپايي ټولنې درېيمه سرمشريزه غونډه په دې وروستيو کې د بلژيک په پلازمېنه بروکسيل کې تر سره شوه. د مالويناس ټاپوګانو مسئله د دغې سرمشريزې په اعلاميه کې شامل شوې او دواړې خواوې په دې اړه ګډ توافق ته رسيدلې، چې د جنجال ښکېلې خواوې دې نړيوالو قوانينو ته د درناوي پر بنسټ د ډيالوګ له لارې په سوله ييزه توګه توپيرونه لرې کړي.

دا لومړی ځل دی، چې د اروپا او لاتينې امريکا دوو لويو سيمه ييزو سازمانونو په اعلاميه کې د مالويناس ټاپوګانو د حاکميت مسئله ياده کړې. اروپايي ټولنې ويلي، چې د مالويناس ټاپوګانو د حاکميت په اړه يې د لاتيني امريکا او کارابين سيمې د هېوادونو ټولنې غوښتنې ته  پاملرنه کړې او يو ځل بيا يې د ملګرو ملتونو منشور موخو او اصولو ته خپلې ژمنې څرګندې کړې دي. د يادولو وړ ده په داسې حال کې چې د اعلاميې په انګليسي متن کې د مالويناس ټاپوګانو نوم کارول شوی، کوم چې د ارجنټاين له خوا نومول شوی. د بريتانيا له خوا اېښودل شوی نوم يعنې”فالکلنډ ټاپوګان “پر دغه نوم پسې ياد شوی.

ارجنټاين دغه اعلاميه يو مهم ډيپلوماتيک برياليتوب بللی. له بلې خوا، بريتانيا د دې اعلاميې په اړه ناخوښي او خپګان څرګند کړی او ويلي يې دي، چې په اعلاميه کې کارول شوي لغتونه د خواشينۍ وړ دي.

د مالويناس ټاپوګانو په اړه د اروپايي ټولنې د رويې بدلون له تصوير څخه وتلې نه ده او دوه عمده لاملونه لري.

لومړی لامل دا دی چې د مالويناس ټاپوګانو د حاکميت په اړه حقيقت څرګند دی، چې اصلي بڼه يې د استعمار له تاريخ څخه پاتې ستونزه ده. د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په ۱۹۶۵م کال کې ۲۰۶۵م پرېکړه ليک تصویب کړی اوپه دې سره يې له بريتانيې او ارجنټاين يې غوښتنه کړې چې د خبرو اترو له لارې جنجال حل کړي. د استعمال د لري کولو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې کمېټې کانګرېس څو څو ځله له بريتانيا څخه غوښتنه کړې، چې له ارجنټاين سره خبرې اترې پيل کړي. د لاتيني امريکا د هېوادونو او چين په شمول پرمختيايي هېوادونو بيا بيا د ارجنټاين ملاتړ څرګند کړی. د ياد وضعيت پر وړانډې، د مالويناس ټاپوګانو مسئلې په اړه د اورپايي ټولنې د رويې بدلون له عمومي مسير سره سمون لري.

د اروپايي ټولنې د رويې بدلون هم د حقيقت او ګټو پر بنسټ ولاړ دی. د لاتينې امريکا او کارابين سيمې د هېوادونو ټولنې او اروپايي ټولنې درېيمه سرمشريزه غونډه له تېرې دورې اته کاله وروسته تر سره شوې. اروپايي تولنې دغه سرمشريزه غونډه د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو د ښه والي فرصت بللی. د اوکراين بحران د اغېزو له امله اورپايي ټولنه د انرژۍ له کمبود سره مخامخ شوې او غواړي چې د کاني سرچينو او بيا کارېدونکو انرژيو په برخه کې له لانتينې امريکا سره همکارۍ پياوړې کړي. د ځينو تاريخي مسئلو په اړه د اروپايي ټولنې څرګندونې د دوه اړخيزو همکاريو لپاره مهمې دي. د لاتينې امريکا هېوادونو په دغه سرمشريزه غونډه کې د اروپا د استعمالي تاريخ په اړه ناخوښي او غوښتنې وړانډې کړي. اروپايي ټولنې اخرا دا منلې، چې د غلامۍ معاملې ډېرو ځپلو وګړو ته دردونه او غمونه رسولي.

د بريتانيا اروپايي ګاونډي هېوادونو د مالويناس ټاپوګانو په اړه رويه څرګنده کړې او بريتانيا ځان کوڼ او ګونګی نه شي اچولی. د ملګرو ملتونو د پريکړه ليک او د نړيوالې ټولنې د پورته کېدونکي غږ پر وړاندې، بريتانيا بايد ژر تر ژره د کلوتياليزم له خوب څخه پاڅېږي او له ارجنټاين سره دې خبرې اترې پيل کړي او ژر دې د مالويناس ټاپوګانو حاکميت بېرته نوموړي ته ورکړي.