د ايران او ترکيې د بهرنیو چارو وزيرانو ټليفوني خبرې کړې
CMG2023/07/23 11:34:25
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزير امير عبداللهيان د جولای په ۲۲مه نېټه د ترکيې د بهرنيو چارو له وزير هاکان فيدان سره ټېليفوني خبرې اترې کړې. دواړو خواوو په دې وروستيو کې په سويډن او ډنمارک کې د قرآن کريم نسخو سوځېدل وغندل، د دوه اړخيز او سيمه يیز وضعيت په اړه يې هم د نظريو تبادله کړې.

عبداللهيان څرګنده کړې، چې ايران او ترکيه دوستانه هېوادونه دي او سترتيژيکې اړيکې لري. هغه له هاکان فيدان څخه هرکلی کوي چې ايران ته سفر وکړي او اعلان يې کړی چې دواړه هېوادونه به په تهران کې د ګډې اقتصادي کميټې غونډه تر سره کړي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير هاکان فيدان د عبداللهيان له بلنې څخه مننه کړې او ويلي يې دي، چې په دې نږدې راتلونکې کې به ايران ته سفر وکړي.