شي جين پينګ به په چنګ دو ښار کې د محصلينو د ۳۱مې دورې نړيوالو دوبنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي
CMG2023/07/24 10:55:59
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د جولای په ۲۳مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د دغه هېواد دولت رئيس شي جين پینګ به د روانې مياشتې له ۲۷مې نېټې څخه تر ۲۸مې نېټې پورې په چنګ دو ښار کې د محصلينو د ۳۱مې دورې نړيوالو دوبنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي او دغه ښار ته د هغو بهرنيو مشرانو د راتګ د هر کلي لپاره به، چې په يادو مراسمو کې به برخه واخلي، مېلمستياوې وکړي او ملاقات به ورسره وکړي.

ټاکل شوې، چې د يادو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې به د اندونيزيا ولسمشر جوکو ويدودو، د موريتانيا ولسمشر ګازواني، د بروندي ولسمشر نادايشيميه او د کويانا ولسمشرعلي په شمول د ځينو هېوادونو مشران ګډون وکړي.