د هانګ جو اسيايي لوبو ته ۱۲۵۰۰ لوبغاړو نوملېکنه کړې
CMG2023/07/24 15:15:03
شريکول:

ټاکل شوې، چې د هانګ جو ۱۹مې اسيايي لوبې به د سپتمبر په ۲۳مې نېټې پېل شي.

د هانګ جو د اسيايي لوبو تشکيلاتي کمېټې د جولای په ۲۲مې نېټې خبر ورکړی، چې په دې وروستيو ورځو کې يې د يادو لوبو د نوملېکنې لړۍ پای ته رسولې دي.

د اسيا د المپيک شورا د ۴۵ غړو هېوادونو او سيمو لوبغاړو نومونه ثبت کړي، چې په ټوله کې يې شمېر ۱۲۵۰۰ ته رسیدلی او د اسيايي لوبو په تاریخ کې يې تاريخي رېکارډ جوړ کړی دی.

د هانګ جو اسيايي لوبو ته د چين او تايلنډ په شمول د ۶ هېوادونو  څه دپاسه ۶۰۰ لوبغاړو نوملېکنه کړې ده.