د چانګ ان سان وان لي په نوم د کارتوني فلم په بریالي کېدو سره د چین دودیز کلتور بیا ځلانده شوی
CMG2023/07/24 14:46:10
شريکول:

د چانګ ان سان وان لي په نوم کارتوني فلم د جولای په ۸مه نېټه نندارچیانو ته وړاندې شو او له څه باندې ۱۰ ورځو راهیسې د فلمي ټيکټونو عایدات يې له ۷۵۰ میلیونو یوانو زیات شول.

چانګ ان د تانګ امپراطوري موده کې د چین پلازمېنه وه او اوسني شي ان ښار دی. د سان وان لي معنا ۱۵ زره کیلو متره ده.

د دغه کارتوني فلم لوړ ټيکيټي عایدات د بهرنیو رسنیو پام هم خپل کړی. د هولیوډ ریپورټر د یوې لیکنې په خپرولو سره وویل، د دغه فلم جوړونکو د چین تاریخي مالوماتو په کارولو سره  په نوې بڼه د تانګ امپراطورۍ موده کې د یوې ډلې مشهورو شاعرانو کیسې بیان کړې دي.

دغه کارتوني فلم د تاریخي مالوماتو پر بنسټ د لي بای، ګاو شه او دو فو په شمول د ځینو مشهورو شاعرانو په زړه پورې کیسې وړاندې کړې. د 3D کارتوني تکنالوژۍ په رښتنۍ توګه د شاعرانو د ژوند حالت بیان کړی، د رنګ انیمیشن انځونه د څېرو احساسات او نظریې په رومانتیک ډول څرګندوي. د شعرونو ژور احساسات او د زمانې سیل په ښایسته انځورونو کې پوره ښکارېږي او نندارچیانو ته يې ژورې خاطرې وربښلې ده.

ما هیلې چې له ماشومتوب څخه مې د تانګ امپراطورۍ د زمانې د مشهورو شاعرانو شعرونه زده کړي، د دغه فلم تر ډېرې اغېزې لاندې راغلې یم او زه پوهېږم چې د دې فلم جوړونکو په تېرو ۱۰ کلونو کې زیات کوښښونه او هڅې کړې دي. دغه فلم د دې ښودنه کوي چې د چین د غښتلي دودیز کلتور په اړه کارتوني فلمونه د عنوان انتخابولو، د ښکلا څرګندولو او هنري تدبیرونو په برخو کې لوی ګامونه پورته کړي دي، بله خوا، ترې هم ښکاري، چې چینایان د ذهني بنسټ د پيدا کولو په ساحه کې تاریخي عوامل نور زیات غور نیسي.

په دغه فلم کې عموماً ۴۸ شعرونه یاد شول، په فلمي خونو کې زده کوونکو له انځورونو سره په ډله ییزه توګه شعرونه ولوستل، ټول نندارچیان په دې سره تر اغېزې لاندې راغلي دي.

بهرنیو انټرنټ کارونکو په ویبپاڼه کې د دې فلم د ټریلر په کتلو سره هغه ډېر ښایسته بللی. یوه امریکايي پر خپل یوټیوب چینل کې لیکلي، چې دغه فلم ته ډېر سترګې په لار یم. تمه لرم چې په نږدې وخت کې دغه فلم وګورم.

په حقیقت کې د چین دغه شاعر چې زر کاله مخکې يې ژوند کاوه، په ګردې نړۍ کې شهرت لري.

یو فرانسوی لیکوال جین باپتستی دوهلدی په ۱۷۳۵م کال کې د وخت چین پوره مالوماتو په نوم یو کتاب کې لیکلي، د چین د تانګ امپراطورۍ موده کې لی بای او دو فو دغه شاعر د لرغوني  یونان روم زمانې له مشهورو شاعرانو Anacreon اناکریون اوhoratius هورانیوس هېڅ کمی او کمزوري نه لري.

د بریتانیې د ویلش موسیقار ګریس بورلو په ۲۰۱۱م کال کې د چین په چنګ دو ښار کې د ژوند په موده کې د شاعر لي بای په عنوان یوه سي ډي جوړه کړه چې عنوان يې دی تلپاتې شاعر. هغه غواړي د دې سي ډي د سندرو او موسیقۍ په خپرولو سره لوېديځو وګړیو ته د لي بای کیسې معرفي کړي.

اوس د چانګ ان سان وان لي په نوم کارتوني فلم په خپرېدو سره د چین غښتلي کلتور بیا ځلانده شو او ډېر کورني او بهرني مینوال يې جلب کړي. له دې څخه ښکاري چې د چین ۵ زره کلن تاریخ د زمانې له ازموينو څخه وتلی او د چینایانو د کلتوري باور بنسټ دی. بله خوا، د چین کلتور کاروونکو په دوامداره توګه نوښتي کارونه ترسره کړي او د خپل هېواد عنعنوي کلتور ته يې نوی رنګ ورکړی دی. ویل کېږي چې د چین غښتلی دودیز کلتور د دایمي وخت د راغونډېدو په حال کې عصري بڼه ګټلې ده.