چين: د انسان وړونکي راکټ د نوي انجين ازموينې يې بريالۍ دي
CMG2023/07/24 14:31:15
شريکول:

د چين د فضايي ساينس او ټېکنالوژۍ ګروپ شپږمې ادارې خبر ورکړی، چې په دې وروستيو کې يې د چين د چانګ جنګ لسم نمبر د انسان وړونکي راکټ د انجين يوه بله ازموينه په برياليتوب ترسره کړې ده.

يادې ادارې ويلي، چې د چانګ جنګ لسم نمبر د راکټ نوی انجين دا وړتيا لري، چې سپوږمۍ ته ستورمزلي ولېږدوي.

دغه انجين د مايع اکسيجن او د خاورو تېلو په خوځنده ځواک او د چانګ جنګ پنځم نمبر په نوم د ليږدونکي راکټ د انجين نوی نسل دی او د حرکت خوځنده قوت يې ۱۳۰ ټنه ښودل شوی دی.