د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د هېواد د خلکو ازادۍ بښوونکي پوځ د کلیزې په درشل کې، د جولای د ۲۴مې نېټې په ماسپښين د نظامي چارو د هراړخيزې پياوړتيا په پار د ډله ييزو زده کړو اوومه ناسته تر سره کړې ده.
د نوموړې کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د يادې ناستې مشري کړې او په خپله وينا کې يې د نظامي چارو د ادارې هراړخيزه پياوړتيا، د پوځي ادارې د مفکورې او لارو چارو په برخو کې د چين د کمونېست ګوند د ژورو اصلاحاتو او د ملي دفاع او اردو د عصري کېدو ستراتيژيکه غوښتنه بللې او ټينګار یې پرې کړی دی او هم يې دا غوښتنه د حکومتوالۍ د سيسټم او توان د عصري کېدو مهمه موضوع بللې ده.
شي جين پينګ په ټينګار ويلي، چې پوځ باید د چين د کمونېست ګوند پر مطلق مشرتوب ټينګار ولري، د چين ځانګړتيا لرونکی نظامي ميکانيزم بايد بشپړ کړي او د نظامي ادارې عصري سيسټم باید جوړ او اړوند توان يې لوړ کړي.
نوموړي ويلي، چې د چين کمونېست ګوند باید د لوړې کچې د ادارې له لارې د پوځ باکيفيته پرمختګ رامنځته او د پوځ د جوړېدو د سليزې موخې لپاره تضمين برابر کړي.