چین به د اقتصادي ودې او پیاوړتیا دوامداره هڅونه وکړي
CMG2023/07/25 14:48:51
شريکول:

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سیاسي بیورو د جولای په ۲۴مه نېټه یوه غونډه ترسره کړه او پکې څرګنده شوې چې سږ کال ملي اقتصاد د دوامدار عادي کېدو په حال کې دی، عمومي حالت يې مخ په ښه کېدو دی، د ټولنې عمومي وضعیت ثابت دی او د اقتصاد او ټولنې د سږني پرمختګ موخې د پوره کولو لپاره یې کلک بنسټ جوړ کړی دی.

په روان کال کې د چین اقتصاد ګام په ګام د کرونا وبا له منفي اغېزې څخه وتلی او د عادي کېدو په حال کې دی او عمده ګراف يې تر ډېرې اندازې پورې ښه شوی. د سږ کال په لومړۍ نیمايي کې د چین د کورني تولید عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په نسبت 5.5 سلنه زیات شوی، دغه شمېر د تېرو درېیو کلونو د منځني سویې په پرتله زیات و. بلخوا، مصرفي چارو د اقتصادي ارزښت لپاره 77.2 سلنه خدمتونه ترسره کړي دي.

په داسې حال کې چې نړیوال وضعیت ډېر پېچلی دی او په کور دننه د اصلاحاتو، پرمختګ او ثبات ساتلو دندې درنې دي، د چین اقتصادي چارې په ښه لوري روانېدل ډېر ستونزمن کار دی. د یادولو وړ ده چې تر کرونا وبا وروسته د چین د اقتصاد احیا پر وړاندې هم ډېرې ننګونې موجودې دي. اوس نړیوال اقتصاد د کمزورېدو له سخت فشار سره مخ دی او د چین پر اقتصاد هم ډېرې منفي اغېزې اچوي. د چین په کوردننه کې اړتیاوې نه دي رفع،  ځينې تصدۍ له زیاتو ستونزو سره مخ دي. نو چین باید د اقتصادي احیا د هڅولو لپاره لا کوښښونه وکړي.

د چین کمونېست ګوند مرکزي کمېټې او دولتي شورا د سږني اقتصادي چارو په اړه یو لړ پرېکړې او اغېزناک تدبیرونه نیولي. د مرکزي کمېټې په یاده غونډه کې پر دې ټينګار شوی، چې د چین اقتصادي پرمختګ باید د ثبات ساتلو پر بنسټ نوره زیاته ابادي ومومي، په دې بهیر کې دې کورنۍ اړتیاوې پراخې، باور دې زیات او له ننګونو سره دې مبارزه وشي.

په کلیدي موده کې باید ستراتېژیک هوډ ټينګ او ګامونه د کوټلي وي. د سږ کال په دوهمه ربعه کې اقتصادي چارو کې ځينې نوي بدلونونه رامنځته شوي، د چین دولتي شورا د تېر جون په ۱۶مه نېټه په دې اړه یوه ناسته ترسره کړه او پکې يې د اقتصادي چارو د عادي کېدو تمایل د ساتلو لپاره ځينې تګلارې ټاکلې دي. اوس د چین اړوند ارګانونه د دغو تګلارو په تطبیق بوخت دي او ځینو تګلارو يې د عمومي اقتصاد د روانېدو د ثابتولو لپاره قوي ملاتړ برابر کړی دی.

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سیاسي بیورو په تازه پرېکړه کې اشاره شوې، چې د سږ کال په دوهمه نیمايي کې د اقتصادي چارو هڅولو لپاره باید د پرمختګ نوې نظریې پوره او سمې تطبیق شي، د پرمختګ د نوي شکل جوړونه دې چټکه شي، د اصلاحاتو او ورخلاصون پروسه دې په هراړخیزه توګه پیاوړې شي، د عمومي تګلارو د کنټرول سویه دې لوړه شي.

اوس د چین د اقتصاد عمومي ښه والي فعال عوامل مخ په زیاتېدو دي. یوه خوا، چین د صنعتي چارو بشپړ سیسټم، د کارګرو شتمنې سرچینې، اسانه بنسټيز تاسیسات او د غلودانو او انرژۍ په شمول شتمنې سرچینې لري. بلخوا، د چین بازار په ګردې نړۍ کې تر ټولو زیات بالقوه ځواک لري، د عامه خدمتونو او بنسټيزو تاسیساتو په برخو کې د پانګونې اړتیاوې زیاتې دي او د ښارونو او کلیوالو سیمو په همغږي پرمختګ کې لویه بازاري فضا موجوده ده.

چینایان د اقتصادي چارو د احیا تمایل د ساتلو او د سږني اقتصادي او ټولنیز پرمختګ موخې د پوره کولو لپاره کافي باور، شرایط او توان لري.