اسرائيلي پارلمان په يوې مصودې کې د سترې محکمې واک کم کړی
CMG2023/07/25 14:14:28
شريکول:

د اسرائيل پارلمان د جولای په ۲۴مې نېټې يوه مسوده تصویب کړې، چې له مخې يې د سترې محکمې هغه واک ختم کړی، چې د غير معقوليت په پلمه يې کولی شول، د حکومت پرېکړې لغوه کړي.

د اسرائيل د واکمن اتحاد ۶۴ پارلماني غړو يادې مسودې ته موافقې رايې ورکړې دي، خو په ورته وخت کې د اپوزيسيون او مخالفو ډلو ۵۶ غړو بیا خپلې څوکۍ پرېښودلي او له يادې مسودې سره یې مخالفت ښودلی دی.

کله چې صدراعظم نيتانياهو د واکمن اتحاد په مشرۍ واک ته رسيدلی، نو د عدلي اصلاحاتو پلان د يوې کليدي برخې په توګه يې د يادې مسودې په اړه بحثونه را پاراولي وو، چې په تصويب سره یې ښايي په اسرائیل کې دننه ډېر جنجالونه را پورته شي.