شي جين پينګ د کمبوډيا د ولسي ګوند رئيس هون سين ته د مبارکۍ پيغام وليږه
CMG2023/07/25 14:39:40
شريکول:

د هون سين په مشرۍ د کمبوډيا ولسي ګوند د دغه هېواد د اوومې دورې په ټولټاکنو کې بريالی اعلان شوی دی.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د جولای په ۲۵مې نېټې د کمبوډيا د ولسي ګوند رئيس هون سين ته د دغه ګوند د ياد برياليتوب په پار د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.

نوموړي په خپل پيغام کې ليکلي، چې چين او کمبوډيا د ګډ برخليک په ټولنه کې دي او د چين کمونېست ګوند د کمبوډيا له ولسي ګوند سره همکاريو ته په درنه سترګه ګوري.

شي جين پينګ هيله ښودلې، چې له رئيس هون سين سره د دوه اړخيزو اړيکو سياسي لارښوونه او د ګوندونو ترمنځ تګ راتګ او خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او په نوې زمانې کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په لوړ کيفيت، کچې او معيار د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي او دواړو هېوادونو او خلکو ته ګټې ورسوي.