په چنګ دو ښار کې د محصلينو د ٣١مې دورې نړيوالو دوبنيو لوبو مطبوعاتي مرکز د جولای د ۲۵مې نېټې د شپې په ۱۲ بجو رسماً پرانېستل شو.
د مالوماتو له مخې، یاد مرکز به شپه او ورځ ۲۴ ساعته کار کوي او نږدې ۳۰۰۰ کورنيو او بهرنيو ژورنالیستانو ته به د کار، ژبې، ټرانسپورټ، خوړو او لوبو په اړه خدمتونه او اسانتياوې برابروي.
په چنګ دو ښار کې د محصلينو د ٣١مې دورې نړيوالو دوبنيو لوبو مطبوعاتي مرکز دوه نور فرعي مرکزونه لري، چې يو یې د راپورونو اصلي مرکز او بل یې د نړيوالو نشراتو مرکز دی.
ياد دوه فرعي مرکزونه به کورنيو او نړيوالو رسنيو ته د محصلينو د ٣١مې دورې نړيوالو دوبنيو لوبو په اړه مالومات وړاندې کوي.
(ژباړه: شکريه)