جذاب چنګ دو
CMG2023/07/25 16:09:04
شريکول:

ټاکل شوې، چې د محصلينو نړیوالې لوبې د جولای په ۲۸مې نېټې د چين د سه چوان ولايت په چنګ دو ښار کې پرانيستل شي.

 هر څوک چې دغه ښار ته لاړ شي، نو خامخا به يې خوښيږي او مينه به ورسره پيدا کوي.

چنګ دو ښار له تېرو مسلسلو ۱۴ کلونو راهیسې د سینهوا اژانس د چين په نيکمرغه ښارونو کې شمېرل شوی دی.

يونيسکو په ۲۰۱۰م کال کې چنګ دو ښار ته « د نړۍ د خوندورو خوراکونو ښار » لقب ورکړی او دا په اسیا کې لومړی ښار دی، چې ياد لقب یې خپل کړی دی.

چنګ دو ښار د چين د شپنۍ سيلانۍ لسو ښارونو کې ځای لري.

چنګ دو د پانډاګانو کورهم ياديږي.

چنګ دو ښار په دې وروستيو کلونو کې د چين د اې ايي (AI) د نوښت او پرمختګ ازمويښتي سيمه جوړه کړې ده.

چنګ دو ښار به په روان ۲۰۲۳م کال کې د اسیا دوهم ښار شي، چې د ساينس فکري نړيواله غونډه به پکې تر سره شي.