د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او د بهرنیو چارو دفتر مشر وانګ يي د جولای په ۲۴مې نېټې د جنوبي افریقا په جونیسبورګ ښار کې د برېکس هېوادونو د امنیت جګپوړو استازو په غونډه کې ګډون او وينا کړې ده.
نوموړي انټرنیټي خوندیتوب د هېواد امنیت لپاره مهم بنسټ بللی او د نړۍ هېوادونو ته يې د سایبري امنیت په اړه ۴ وړاندیزونه کړي دي.
۱ـ نړيواله ټولنه دې مساوي او مناسبه سایبري فضا برابره کړي.
۲ـ د نړۍ ټول هېوادونه دې پرانیستې او ټولشموله سایبري فضا جوړه کړي.
۳ـ نړيواله ټولنه دې خوندي او ثابته سایبري فضا برابره کړي.
۴ـ د نړۍ هېوادونه دې له حیاتي ځواک ډکه سایبري فضا جوړه کړي.
(هیله)