په سوډان کې روانې شخړې ۴۳۵ ماشومان وژلي
CMG2023/07/26 11:30:26
شريکول:

د ملګرو ملتونو د ماشومانو چارو صندوق د جولای په ۲۴مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې په سوډان کې پر روانې شخړې سل ورځې واوښتې او تر دې دمه پکې ۴۳۵ ماشومان وژل شوي، څه باندې ۲ زره نور پکې ټپیان شوي دي.

یاد صندوق ویلي، چې په سوډان کې د روانې شخړې له امله ۱۴ میلیونه ماشومان د بشردوستۍ بېړنيو مرستو ته اړ شوي او د دوی پر حقونو يې د تېري ۲ زره او ۵ سوه راپورونه تر لاسه کړي دي.

د سوډان په کور دننه او بهر څه دپاسه ۳.۳ میلیونه کسان کډوال شوي او د کډوالو کمپونه له خلکو ډک شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو چارو صندوق ويلي، چې سختو بارانونو يې چارې له ستونزو سره مخ کړي او زیاتره سوډاني ماشومان، چې مصر ته کډوال شوي، ميندې او پلارونه نه لري او بې اسرې ژوند تېروي. (هیله)